د هند ولسمشر:

هند او تاجکستان دې په ګډه د افغانستان د سولې لپاره کار وکړي

17 میزان 1397 ساعت 10:23

د هند ولسمشر رام نات ګویندا وايي، هند او تاجکستان دې په ګډه د افغانستان د سولې او ثبات له پاره کار وکړي، ځکه دغه څه د ټولې سیمې په ګټه دي.


د هند ولسمشر رام نات ګویندا وايي، هند او تاجکستان دې په ګډه د افغانستان د سولې او ثبات له پاره کار وکړي، ځکه دغه څه د ټولې سیمې په ګټه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې رام نات ګویندا چې تاجکستان ته په یوه سفر تللی دغه څرګندونې پلازمېنه دوشنبې کې د خپل ازبک سیال امام علي رحمان سره په ګډه ناسته کړې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې و ویل، چې هند په ټوله سیمه او نړۍ کې د سولې غوښتونکی دی او په سیمه ییزه او نړیواله کچه د ترهګرۍ او د ترهګرو د ملاتړ هېوادونو په مقابل کې درېدلی دی.

د هغه په وینا هند تل د ترهګرۍ ضد غږ اوچت کړی او پر سوله یې ټینګار کړی نو له همدې امله دا هم لویه اړتیا بولي، چې افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي.

ښاغلي رام نات ګویندا افغانستان په سیمه کې یوه مهمه برخه بللې او زیاته کړې یې ده، چې دغه هېواد ته نور باید ثبات راشي او په سیمه کې دغه مهمه برخه د ترهګرۍ او جګړې له آفت څخه خلاصه شي.

د هند ولسمشر په خپلو خبرو کې پر تاجکستان غږ کړي، چې له هند سره په څنګ کې د افغانستان په ثبات پرمختګ او سوله کې همکاري وکړي.

دغه راز د هند ولسمشر له نړیوالو هم غوښتي، چې د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په مقابل کې ودرېږي او پر خپلو حکومتونو فشار راوړي چې د ترهګرو ملاتړ هېوادونه له نړیوالو بندیزونو او انزوا سره مخ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109043

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109043/

جمهور
  https://www.jomhornews.com