۰
ملګري ملتونه:

یوازې سږ کال د جګړو له امله ۲۴۹زره افغانان بې ځایه شوي

سی شنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۰
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د ۲۰۱۸ کال کې له پیله تر اوسه ۲۴۹زره او ۲۳۳ افغانان د جګړو او ناامنیو له امله د خپلو سیمو پریښودو ته اړ شوي دي.
یوازې سږ کال د جګړو له امله ۲۴۹زره افغانان بې ځایه شوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، د ۲۰۱۸ کال کې له پیله تر اوسه ۲۴۹زره او ۲۳۳ افغانان د جګړو او ناامنیو له امله د خپلو سیمو پریښودو ته اړ شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ادارې نن سه شنبې د تلې ۱۷ مه په یوه تازه خپاره کړي راپور کې لیکلي، چې جګړې او ناامنۍ یواځې د اکتوبر میاشتې په لومړۍ اونۍ کې ۲۸۴۰۰ افغانان بې‌ ځایه کړي دي.

په راپور کې راغلي، چې دغه شمېر بې‌ ځایه شويو افغانانو لویه برخه د پروان، کاپیسا، تخار، پکتیکا، غزني، کنړ و بادغیس اوسیدونکي دي.

راپور وايي، ۱۱۴زره افغانانو ته چې د جګړو او وچکالۍ له امله زیانمن شوي، په تیره اونۍ کې بشري مرستې رسول شوي، خو پاتې ۵۵ سلنه یې لا هم لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا په داسې حال کې د جګړو له امله په کور دننه د بې‌ ځایه شویو افغانانو په اړه راپور خپروي، چې د ولسي جرګې د ټاکنو امنیت ټینګولو لپاره، افغان امنیتي او دفاعي ارګانونو په دې وروستیو کې خپل عملیات ۳۶ سلنه ډېر کړي دي.

د ملګرو ملتونو شمیرې ښيي، چې په اوس وخت کې څه باندې ۲۱۶زره افغانان په لویدیځو او جنوبي ولایتونو کې د وچکالۍ له امله بې‌ځایه شوي دي.

اوچا ویلي، وچکالۍ ځپلو افغانانو ته د مرستې رسولو په پروګرام کې د ۱۵ ولایتونو شاوخوا ۱.۲ میلیونو بې‌ځایه شویو ته مرستې رسول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي