کابل کې د ماشومانو د زړه عملیاتو لومړنی مرکز جوړېږي

17 میزان 1397 ساعت 14:20

پلازمېنه کابل کې د ماشومانو د زړه عملیاتو د لومړني مرکز د جوړېدو ډبره د اندراګاندي روغتون په اډانه کې کېښودل شوه.


پلازمېنه کابل کې د ماشومانو د زړه عملیاتو د لومړني مرکز د جوړېدو ډبره د اندراګاندي روغتون په اډانه کې کېښودل شوه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه مرکز د جوړېدو ډبره نن سه شنبې د تلې ۱۷ مه د افغان حکومت د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله او د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه.

په دې اړه جوړې شوې ناستې ته د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز وویل، چې یاد مرکز د ایټالیا د پراختیايي مرکز د درې میلیونه یورو په لګښت په اساسي ډول جوړېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې مرکز کې به ټول لازم تجهیزات، عملیات خونه، د تشخیص مرکز جوړېږي او د زړه د جراحۍ ډاکټرانو لپاره د ستاژ دوره هم په کې پيلېږي.

د عامې روغتیا وزیر وايي، د دې مرکز د فعالېدو لپاره لومړی په ګاونډیو او نورو نړیوالو هېوادونو کې د تحصیل شویو افغانانو استخدام وشي او نور پرسونل به یې د روزنې لپاره هند ته واستول شي.

په ورته وخت کې ډاکټر عبدالله عبدالله د دې مرکز جوړېدل یو اساسي ګام وباله او ویې ویل، چې د داسې مرکز د نشتون له امله تر اوسه هم افغانان د زړه ناروغیو د یوه ساده تشخیص په برخه کې هم له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي د اېټالیا له مرستو د مننې ترڅنګ د ټولو هغو نړیوالو سازمانونو او هېوادونو له مرستو قدرداني وکړه، چې له افغانستان سره یې په روغتیايي برخه کې مرسته کړې ده.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې د زړه ناروغۍ په ځانګړي ډول په ماشومانو کې د زړه د سوري کېدو ستونزه ډېره شوې؛ چې د داسې مرکز د جوړېدو اړتیا تر هر څه ډېره لیدل کېږي. اجرائيه رئيس هیله وښوده، چې یاد مرکز په ټاکلي مهال او په اساسي ډول ورغول شي، څو هېوادوالو ته اساسي خدمات وړاندې کړي.

اجرائیه ریی و ویل، چې د زړه ناروغیو د درملنې په برخه کې د سرې میاشتې نوښت او د چین هېواد په ګډون د یوشمېر هېوادونو او خصوصي سکتور ونډه د ستایلو وړ ده.

هغه له عامې روغتیا وزارت وغوښتل چې خپلو هیلو او ارمانونو ته د رسېدو لپاره ډېر کار ته اړتیا ده او دی د ډېر کار روحیه د عامې روغتیا وزارت په رهبرۍ او طبي پرسونل کې ویني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109058

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109058/

جمهور
  https://www.jomhornews.com