۰

هلمند کې پروني برید ولسي جرګې ته یو نوماند او ۹ تنه نور وژلي

چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۷
هلمند ولایت کې د ولسي جرګې د یوه نوماند صالح محمد اڅکزي پر ټاکنیز دفتر په شوي ځانمرګي برید کې خپله نوماند او ۹ تنه نور وژل شوي دي.
هلمند کې پروني برید ولسي جرګې ته یو نوماند او ۹ تنه نور وژلي
هلمند ولایت کې د ولسي جرګې د یوه نوماند صالح محمد اڅکزي پر ټاکنیز دفتر په شوي ځانمرګي برید کې خپله نوماند او ۹ تنه نور وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید پرون سه شنبې د تلې ۱۷ مه د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه له دغه ولایت څخه ولسي جرګې ته د نوماند صالح محمد اڅکزي د دفتر د ننه شوی دی.

د هلمند د پولیسو ویاند عبدالسلام افغان وايي، بریدګر د اڅکزي ټاکنیز دفتر ته د مراجعینو په منځ کې ورغلی او وروسته یې برید کړی دی.

په ورته وخت کې عیني شاهدان وايې د اڅکزی په ټاکنیز دفتر کې د هغه پلویان د هلمند له بیلا بیلو برخو څخه را ټول شوي وو چې پېښه رامنځ ته شوه.

په دغه برید کې خپله د صالح محمد اڅکزي په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي، خو ځینې روغتیايي چارواکي وايي، په برید کې ۸ تنه وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي.

ویل کېږي خپله صالح محمد په لومړي سر کې ټپي و خو وروسته یې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو تر دې وړاندې وسله والو طالبانو خبردارۍ ورکړی و، چې په خپل ټول توان به د ټاکنو تر سره کېدو مخه نیسي.

افغان چارواکو د دغه برید په اړه خواشنۍ څرګنده کړې او دا یې د ولس پر اراده او غوښتنو برید بللی دی.

د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله د برید د غندنې تر څنګ ویلي، چې دا پر ولسواکۍ او د خلکو پر ارادې برید او نه بښونکی جنایت  دی.

دغه راز په کابل کې د امریکا سفارت هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي، چې ټاکنې یوه مدني پروسه ده او د طالبانو دا برید په دې مانا ده چې هغوی افغانان وژني.

باید و ویل شي، چې تر دې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې هم د یوه نوماند ناصر مومند په ټاکنیزه غونډه ځانمرګی برید وشو، چې لسګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي