د پوهنې وزارت خپل ۱۳ کارکوونکي او ښوونکي ولسي جرګې ته په انتخاباتي کمپاینونو کې د ګډون کولو په خاطر له دندو لرې کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویانده، نوریه نزهت وايي، دغو کسانو د پوهنې وزارت قوانینو ته له پاملرنې پرته په انتخاباتي کمپاینونو کې ګډون کړی وو، له همدې کبله له دندو برطرفه شول.
نوموړې په ورته وخت کې د ولسي جرګې له نوماندانو هم وغوښتل چې په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د پوهنې وزارت د کارکوونکو له ګومارلو ډډه وکړي، کنې وزارت به د کاندیدانو پر ضد رسمي شکایت وکړي.
د افغانستان د قوانینو له مخې، دولتي چارواکي او کارکوونکي حق نه لري چې په انتخاباتي کمپاینونو کې برخه واخلي یا کوم کاندید ته تبلیغ وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل