پوهنې وزارت خپل ۱۳ کارکوونکي او ښوونکي له دندو ګوښه کړل

18 میزان 1397 ساعت 8:33

د پوهنې وزارت خپل ۱۳ کارکوونکي او ښوونکي ولسي جرګې ته په انتخاباتي کمپاینونو کې د ګډون کولو په خاطر له دندو لرې کړي دي.


د پوهنې وزارت خپل ۱۳ کارکوونکي او ښوونکي ولسي جرګې ته په انتخاباتي کمپاینونو کې د ګډون کولو په خاطر له دندو لرې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویانده، نوریه نزهت وايي، دغو کسانو د پوهنې وزارت قوانینو ته له پاملرنې پرته په انتخاباتي کمپاینونو کې ګډون کړی وو، له همدې کبله له دندو برطرفه شول.

نوموړې په ورته وخت کې د ولسي جرګې له نوماندانو هم وغوښتل چې په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې د پوهنې وزارت د کارکوونکو له ګومارلو ډډه وکړي، کنې وزارت به د کاندیدانو پر ضد رسمي شکایت وکړي.

د افغانستان د قوانینو له مخې، دولتي چارواکي او کارکوونکي حق نه لري چې په انتخاباتي کمپاینونو کې برخه واخلي یا کوم کاندید ته تبلیغ وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109075

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109075/

جمهور
  https://www.jomhornews.com