۰
ناټو:

په افغانستان کې د جګړې د خصوصي کولو پلان نه لرو

چهارشنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۷
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی زېميرمن وايي، ناټو سازمان د افغان جګړې د خصوصي کولو هېڅ ډول پلان نه لري.
په افغانستان کې د جګړې د خصوصي کولو پلان نه لرو
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی زېميرمن وايي، ناټو سازمان د افغان جګړې د خصوصي کولو هېڅ ډول پلان نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، ناټو په دې برخه کې د ولسمشر غني او افغان حکومت د هغه موقف ملاتړ کوي، چې د جنګ د خصوصي کېدو مخالفت يې کړی دی.

نوموړی زیاتوي، د ناټو غړو هېوادونو د بروکسل کنفرانس کې له افغانستان سره د اوږد مهاله همکاريو د دوام ژمنې کړي او هغه به عملي کوي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو اوازې یو ځل بیا ګرمې شوې دي.

ویل کېږي، د بلک واټر امریکايي امنیتي کمپنۍ مشر هڅه کوي، چې د افغان جګړه د دوی شرکت ته وسپارل شي او دغه راز د افغانستان د کانونو قرارداد تر لاسه کړي.

راپورونه وایي، د بلک واټر مشر اریک څو ځلې د افغان حکومت او د ولسمشر غني د سیاسي مخالفینو سره هم په همدې تړاو کتلي، خو تر اوسه بریالی شوی نه دی، ځکه د ده په وینا ولسمشر غني یې پر وړاندې لوی خنډ دی.

ولسمشر غني په یوه غونډه کې په ښکاره ډول و ویل، چې هېچا ته به د افغان جګړې د خصوصي کولو اجازه ورنکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي