د سولې عالي شورا په مشورتي غونډه کې ګډونوال سیاسیون:

د سولې پروسه باید له قومي پروسې و ایستل شي/ د مقاومت ټلواله له طالبانو سره د سولې د خبرو مخالفه نه ده

18 میزان 1397 ساعت 14:55

د سولې عالي شورا د افغان سولې په اړه د یو شمېر سیاسي، جهادي او قومي مخورو یوه مشورتي غونډه تر سره کړه، چې ځینو یې پر حکومت او سولې عالي شورا په دې برخه کې نیوکې درلودې.


د سولې عالي شورا د افغان سولې په اړه د یو شمېر سیاسي، جهادي او قومي مخورو یوه مشورتي غونډه تر سره کړه، چې ځینو یې پر حکومت او سولې عالي شورا په دې برخه کې نیوکې درلودې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه غونډه نن چهارشنبې د تلې ۱۸ مه کابل کې جوړه شوې وه، چې په کې یو شمېر پېژندل شویو څېرو ګډون کړی وو.

غونډه پر دې راڅرخېده، چې څرنګه کېدای له طالبانو سره د سولې خبرې پیل او داسې یوې پایلې ته ورسېږي، چې افغانستان ته یوه تل پاتې او باغزته سوله راشي.

د غونډې ځینو برخوالو حکومت او د سولې عالي شورا تورنه کړه، چې د سولې له پاره جامعې کړنلارې نه لري او دغه راز سولې ته د یوې قومي مجرا له لارې غواړي ورسېږي.

د ولسمشرۍ پخواني مرستیال یونس قانوني په دغه غونده کې و ویل چې د افغانستان اوسنۍ جګړه بن بست حالت ته رسېدلې او دغه راز د سولې په اړه کومه مشخصه کړنلاره هم وجود نه لري.

نوموړي زیاته کړه، چې د سولې له پاره باید د شته فرصته په ګټنې یوه جامعه طرحه جوړ او داسې څه تر سره شي، چې پر مټ یې د جګړې د ښکېلو غاړو، ګاونډیو هېوادونو، سیمې هېوادونو او ان نړیوالو تر منځ د باور فضا رامنځ ته شي.

قانوني ټینګار وکړ، چې جګړه افغاني او د افغانانو تر منځ نه ده نو دغه راز صلح هم نه شي کېدالی یوازې افغاني و اوسي، خو دا چې د سولې له پاره مشخصه طرحه نشته نو ځکه د سیمې ځینې هېوادونو د تکتیک په بدلون سره جګړې ته دوام ورکړی دی.

دغه راز قانوني و ویل، چې طالبان له افغان حکومت سره نه بلکې له امریکا سره خبرې کول غواړي، خو حکومت باید د دوی په هره غونډه کې ګډون ولري تر څو دغه مستقیم او غیر مستقمه اړیکې د سولې پر مذاکراتو راټولې شي.

قانوني وايي، لوی ملي ائتلاف او دغه راز حراست شورا هېواد کې ریښتنې سولې ته لېواله دی او حکومت باید دغه پروسه په یوه غیر ملي پروسه باندې بدله نه کړي.

هغه ټینګار وکړ، چې که چېرته د سولې په پروسه کې ځانګړو قومي او سلیقوي مسایلو ته ځای ورکړل شي، ښايي د سولې د ماتېدو سبب شي، خو نه باید ټولو باید په نظر کې ونیول شي.

د ولسمشرۍ پخواني مرستیال و ویل، چې د مقاومت ټلواله په هېڅ ډول له طالبانو سره د سولې د خبرو ضد نه ده، او په دې اړه آوازې خپرول پوچ تبلیغات دي.

دی وایي، راتلونکې ولسمشریزه ټاکنې باید له طالبانو سره د مذاکرې سره یو ځای تر سره شي تر څو هغوی په دې پروسه کې ځان ګډ او د افغانستان پر وړاندې مسؤولیت احساس کړي.

په دې غونده کې د کورنیو چارو پخواني وزیر او د حراست شورا غړي عمر داودزي و ویل، چې د سولې په اړه ملي اجماع شته خو سیمه ییز اجماع ځان شاه ته وهلی او اوس د یوه هېواد پر ځای څو هېوادونو د طالبانو ملاتړ ته رادانګلي دي.

نوموړي له دښمن (پاکستان) نه د سولې غوښتل او دغه راز د جګړې د درولو له پاره د دیني فتواو راټولو لګښت بې ځایه وباله او ویې ویل، چې دغه څه ته باید د افغانستان د خلکو څخه د یوې لویې جرګې له لارې حل لار وموندل شي.

دی وايي، په هېواد کې د سولې له پاره باید یو ملي میثاق جوړ شي تر څو ټول هغه کسان چې افغانستان کې ځان مسوول ګني هغه لاسلیک کړي او د هغه کسانو له پاره چې سوله کوي او یا هم جګړه کوي تکلیف وټاکل، چې ملت باید ورسره څه وکړي.

په غونده کې د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح هم و ویل، چې د سولې په اړه تیت او پرکه هڅې ځای نه نیسي تر څو دا هڅې سره منسجمې نه شي او له یوه واحد دریځ څخه د طالبانو سره خبرې وشي.

نوموړي و ویل، چې د سولې په پرخه کې همدا تیت او پرک هڅې د دې سبب شوې، چې طالبان دغه پروسې ته تن ورنکړي او پام ورته ونه کړي.

صالح زیاته کړه، چې د سولې له پاره باید د افغان دولت، طالبانو او امریکا دریځونه سره نېږدي شي تر څو د بې باوری دغه زهرجنه فضا نوره له منځه ولاړه شي او د سولې خبرې مثبته پایله ورکړي.

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي په خپلو خبرو کې و ویل، چې د سولې په اړه ملي وفاق رامنځ ته شوی او د طالبانو په لیکو کې قاطع اکثریت د هغو سولې ته لېواله دي.

دغه راز د یادې شورا د دارالانشا رییس محمد اکرم خپلواک و ویل، کله چې د دولت او طالبانو تر منځ رسمي خبرې پیلېږي، د سولې عالي شورا به په دغه پروسه کې قومي او ټولنیز ترکیب ته له سره کتنه وکړي او د خبرو له پاره به یو ځواکمن پلاوی وټاکي.

باید و ویل شي، چې کابل کې له سیاسي او جهادي مشرانو سره د سولې په تړاو د سولې عالي شورا مشورتي غونډه پر داسې مهال تر سره کېږي، چې د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي هم د سولې له پاره مټې رابډوهلې او په همدې تړاو یې افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته د سفر موزې په پښو کړې دي.

نوموړی د افغان سولې په تړاو اسلام آباد، بیا کابل او اوس بیا اسلام آباد ته تللی او د دواړو هېوداونو له چارواکو سره یې پر دې خبرې کړې، چې څنګه کېدای شي طالبان د سولې خبرو ته حاضر او افغانستان ته تل پاتې سوله راشي.

خلیلزاد کابل کې له افغان چارواکو سره په خبرو کې ویلي، چې په خپل ټول توان به هڅه وکړي، چې د سولې پر وړاندې پراته خندونه او ستونزې په فرصتونو بدلې او افغان جګړه پای ته ورسول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل







 


د مطلب کود: 109104

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/109104/

جمهور
  http://jomhornews.com