سرپل کې د یوه زورواکي د نیولو عملیاتو کې ۱۴ تنه وژل شوي

19 میزان 1397 ساعت 7:57

سیمه ییز چارواکي وایي، سرپل ولایت کې د یوه زورواکي قوماندان د نیولو په عملیاتو کې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې شپږ په کې امنیتی سرتېري دي.


سیمه ییز چارواکي وایي، سرپل ولایت کې د یوه زورواکي قوماندان د نیولو په عملیاتو کې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې شپږ په کې امنیتی سرتېري دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښته پرون چهارشنبې د تلې ۱۸ مه د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ د دهنه په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي، افغان امنیتي ځواکونه په یاده سیمه کې د یوه زورواکي قوماندان مهدي مجاهد د نیولو له پاره ورغلي، خو د هغو پلویانو پرې برید کړی دی.

نوموړي زیاتوي، چې د مهدي مجاهد د پلویانو له برید سره سم امنیتي ځواکونه هم لاس په کار شوي او د دواړو تر منځ نښته شوې ده.

اماني وايي، په دغه نښته کې شپږ امنیتي سرتېري او ۸ تنه د مهدي مجاهد پلویان وژل شوي او دغه راز د هغه ۱۲ نور پلویان ټپیان شوي هم دي.

د سرپل د والي ویاند زیاتوي، مهدي مجاهد د خلکو په وژلو، د قانون پر سرغړونې او د عام ولس په ځورولو کې لاس لري، چې تر اوسه نه دی نیول شوی، خو پر وړاندې یې عملیات روان دی.

ذبیح الله اماني زیاته کړې، چې دغه زورواکي قوماندان نه یوازې د خلکو په وژلو او ځورولو کې لاس لري، بلکې اوس یې په سیمه کې د ولسي جرګې د ځینو نوماندانو د کمپاین مخنیوی هم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې امنیتي ځواکونو د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې هم د یوه قوماندان علي پور چې په قوماندان شمشېر مشهور دی، د نیولو هڅه وکړه، خو تر اوسه یې نه دی نیول.

د علي پور د نیولو په عملیاتو کې هم چې د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې تر سره شول ۱۱ تنه وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:سرپل
 
 
 


د مطلب کود: 109109

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109109/

جمهور
  https://www.jomhornews.com