د پاکستان د څارګرې ادارې یا آی اېس آی له پاره ډګر جنرال عاصم منیر د نوي رییس په توګه ټاکل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د عاصم منیر د ګومارنې خبر د پاکستان د پوخ د عامه اړیکو دفتر پرون چهارشنبې د تلې ۱۸ مه په یوه خبرپاڼه کې ورکړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ډګر جنرال عاصم منیر د جنرال نوید مختار پر ځای د استخباراتو یا ISI د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې جنرال نوید مختار به د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې تقاعد شي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي، چې جنرال منیر په سعودي عربستان کې هم د پاکستاني پوځ د یوې برخې مشري کړې او همدا شان د پاکستاني پوځي د نظامي استخباراتي ادارې «ملټري اینټلیجنس» مشر هم پاتې شوی دی.
باید و ویل شي، چې جنرال نوید مختار په ۲۰۱۶ میلادي کال د نواز شریف د حکومت پر مهال د دغه ادارې مشر ټاکل شوی و.
جمهورخبري آژانس:کابل