۰

ولسمشر غني د استونیا له دفاع وزیر سره وکتل

پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۰
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د استوانیا له دفاع وزیر جوري لوییک سره پر ځینو مسایلو خبرې او بحث کړی دی.
ولسمشر غني د استونیا له دفاع وزیر سره وکتل
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د استوانیا له دفاع وزیر جوري لوییک سره پر ځینو مسایلو خبرې او بحث کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون چهارشنبې د تلې ۱۸ مه له جوري لوییک سره په ارګ کې لیدلي دي.

په دغه لیدنه کې د استوانیا دفاع وزیر ویلي، هېواد یې د افغانستان د سولې له روان هڅو ملاتړ کوي او دوی به په دې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه راز دوی د ناټو په چوکاټ کې د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته هم ادامه ورکوي.

د استوانیا دفاع وزیر دا هم ویلي، چې هېواد یې چمتو دی، د سایبري امنیت په برخه کې لویه تجربه لري او غواړي په دې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ او مرسته وکړي.

ولسمشر غني هم په دې لیدنه کې د استونیا له همکاریو مننه کړې ده او د ناټو په چوکاټ کې یې ددوی هڅې ستایلې دي.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې افغانستان د ملګرو هېوادونو همکاریو او ملاتړ ته اړتیا لري څو وکړی شي په سیمه کې د همکارۍ په مرکز او محور بدل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي