اذربایجاني چارواکي وايي، هېواد یې د افغانستان د سولې له ټولو هڅو هر اړخیز ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکاری ته چمتو دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر ل همخې دغه څرګندونې د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر محمد یاروف د ایرو اسیا لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په کتنه کې کړې دي او دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو اوږده بحثونه کړي دي او د اړیکو پر لا پراختیا یې ټینګار کړی دی.
محمد یاروف زیاته کړې، چې هېواد یې تل د افغانستان د پرمختګ او سولې له پاره هڅې کړې او لا هم د دغه هېواد د سولې له هر ډول هڅو ملاتړ ته چمتو دی.
دی وايي، چې له افغانستان سره یې په اقتصادي برخه کې همکاري کړې ده او لا به هم د دې هېواد د پرمختګ، ښې رازی او اقتصادي ودې له پاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې د امریکا ځانګړې استازې هم ویلي، چې اذربایجان په افغانستان کې د امریکا متحد دی او په ځينو ترانسپورتي برخو کې یې همکارۍ د پام وړ دي.
جمهورخبري آژانس:کابل