۰
عبدالله ولسوالانو ته په وینا کې!

هېڅوک په ټاکنو کې د لاسوهنې حق نه لري

پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۱
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسوالانو په ملي کنفرانس کې د وینا پر مهال و ویل، چې هېڅوک په راتلونکو ټاکنو کې د لاس وهنې حق نه لري.
هېڅوک په ټاکنو کې د لاسوهنې حق نه لري
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسوالانو په ملي کنفرانس کې د وینا پر مهال و ویل، چې هېڅوک په راتلونکو ټاکنو کې د لاس وهنې حق نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن پنشبې د تلې ۱۹ مه یې د ولسوالانو له پاره په جوړ شوي ملی کنفرانس کې خبرې کولې له ولسوالانو مننه وکړه، چې سیمه ییزه حکومتولي یې فعاله ساتلې ده.

نوموړي زیاته کړ، چې د ولسوالیو او ولسوالانو له بریا پرته مرکزي حکومت د موفقیت ادعا نشي کولای او اړتیا ده چې ولسوالان له ولس سره خپلې اړیکي لا پراخې او غښتلې کړي.

ده خپلو خبرو کې ولسوالانو ته و ویل« تاسو له خلکو سره مخامخ یۍ، ستاسو ماموریت خورا مهم او دروند دی، خو عدالت، له ولسونو سره ښې اړیکي او خدمت کول ستاسو بریا ده،  تاسو هغه پانګه یئ چې د خلکو په منځ کې له دولت څخه استازیتوب کوۍ.»

د اجرائیه ریاست د خبرپاڼې پر بنسټ ښاغلي عبدالله  ډاډ ورکړ، چې د ولسوالانو د ستونزو د حل او د وړاندیزونو د پلي کولو لپآره به له ولسمشر سره په ګډه کار وکړي او د حل لاره به ورته پيدا کړي.

په ورته وخت کې عبدالله له ولسوالانو وغوښتل چې په راتلونکیو ټاکنو کې هڅه وکړي چې خلکو ته د رایه ورکولو ښه زمینه برابره کړي.

خو زیاته یې کړه، چې ولسوالان یوازې د خپلې رایې کارولو حق دي او په هېڅ صورت نباید په ټاکنو کې څوک مداخله او لاسوهنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي