پاکستان کې د هند سفیر:

د ټاپي پروژې پلي کېدل کولای شي د ډهلي او اسلام آباد اړیکې ښې کړي

19 میزان 1397 ساعت 10:18

پاکستان کې د هند سفیر اې جي بساریا وايي، ټاپي پروژه د ټولې سیمې له پاره خورا مهمه ده او که چېرې دا پروژه پلې شي، د سیمې په ثبات کې به ډېر ښه والی راشي.


پاکستان کې د هند سفیر اې جي بساریا وايي، ټاپي پروژه د ټولې سیمې له پاره خورا مهمه ده او که چېرې دا پروژه پلې شي، د سیمې په ثبات کې به ډېر ښه والی راشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني رسنیو د هند د سفیر له قوله ویلي، چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګازو د نللیکې پروژه د نوي ډیلي او اسلام اباد لپاره زیات اهمیت لري.

د هند د سفیر په وینا که چېرې ټاپي پروژه پلې شي نو کېدای شي، چې د ډهلي او اسلام آباد تر منځ اړیکې ښې شي.

دغه هندي دپیلومات زیاته کړې، د نوي ډیلي او اسلام اباد اړیکې ښې نه دي او تر څو چې دوه هیوادونه په خپل منځ  کې خبرې پیل نه کړي، اړیکې به یې ښه نه شي.

په اسلام آباد کې د هند سفیر  اې جي بساریا ټینګار کړی، چې چارواکي باید د ټاپي پروژې د تطبیق په لاره کې امنیتي ستونزو ته د حل لار ومومي.

باید و ویل شي، ټاپي پایپ لاین  یوزرو ۸۱۴ کیلو متره اوږدوالی لري، چې ټاکل شوې د راتلونکي ۲۰۱۹ کال تر پایه بشپړ شي او د هند او پاکستان د انرژۍ ستونزې تر ډېره حده حل کړي.

دا نللیکه د هرات، کندهار، کوټې او ملتان په شان له مهمو ښارونو څخه تېرېږي او بیا هند ته رسېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109124

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109124/

جمهور
  https://www.jomhornews.com