ملګري ملتونه:

افغان ځواکونه باید د ټاکنو امنیت خوندي کړي

19 میزان 1397 ساعت 10:51

کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یوناما وايي، افغان امنیتي ځواکونه باید د ټاکنو امنیت په داسې توګه ونیسي، چې ټول افغانان په ټاکنو کې ګډون وکړای شي.


کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یوناما وايي، افغان امنیتي ځواکونه باید د ټاکنو امنیت په داسې توګه ونیسي، چې ټول افغانان په ټاکنو کې ګډون وکړای شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، که څه هم افغانستان کې امنیتي ستونزې ډېري دي، خو له دې سره سره د ولسي جرګې د را روانو ټاکنو لپاره داسې شرایط برابرول چې ټول افغانان په کې ګډون وکړای شي د افغان ځواکونه مسوولیت دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یا یوناما له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یا ماموتو ویلي، د افغانستان امنیتي ځواکونه بشپړ مسوول دي چې د ټاکنو لپاره امنیت برابر کړي.

یاماموتو زیاته کړې، چې ګواښونه باید د دې سبب نه شي، چې افغانان د خپلو استازو د غوره کولو او د خپل هېواد د راتلونکې د جوړولو لپاره له دغې پروسې بې برخې کړي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر ټینګار کړی، چې افغان امنیتي ځواکونه د لومړي ځل لپاره د ټاکنو بشپړې امنیتي چارې سمبالوي نو ورته پکار ده چې خپل سیاسي بې پرې والی وساتي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109127

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109127/

جمهور
  https://www.jomhornews.com