۰

دفاع وزارت لوګر کې د ۳۷ طالبانو د وژلو خبر ورکړ

پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۷
ملي دفاع وزارت وايي، لوګر ولایت کې د افغان پوځ په یوه هوايي برید کې ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دفاع وزارت لوګر کې د ۳۷ طالبانو د وژلو خبر ورکړ
ملي دفاع وزارت وايي، لوګر ولایت کې د افغان پوځ په یوه هوايي برید کې ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هوايي برید پرون چهارشنبې د تلې ۱۸ مه تر سره شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پوځ چورلکو د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه موټر بمبار وکړ، چې په ترڅ کې یې ۳۷ طالبان وژل شوي او موټر یې له منځه وړل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په شمال کې هم د پوځ چارواکي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۵۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي