دفاع وزارت لوګر کې د ۳۷ طالبانو د وژلو خبر ورکړ

19 میزان 1397 ساعت 11:27

ملي دفاع وزارت وايي، لوګر ولایت کې د افغان پوځ په یوه هوايي برید کې ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، لوګر ولایت کې د افغان پوځ په یوه هوايي برید کې ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هوايي برید پرون چهارشنبې د تلې ۱۸ مه تر سره شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پوځ چورلکو د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه موټر بمبار وکړ، چې په ترڅ کې یې ۳۷ طالبان وژل شوي او موټر یې له منځه وړل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په شمال کې هم د پوځ چارواکي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۵۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 109129

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109129/

جمهور
  https://www.jomhornews.com