۰

پکتیکا او غزني کې ماین چاودنو څلور تنه وژل شوي دي

پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۴
په سویل خیتځ کې د پوځ چارواکي وايي، پکتیکا او غزني ولایتونو کې د سړک د غاړې ماین چاودنو له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پکتیکا او غزني کې ماین چاودنو څلور تنه وژل شوي دي
په سویل خیتځ کې د پوځ چارواکي وايي، پکتیکا او غزني ولایتونو کې د سړک د غاړې ماین چاودنو له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغلته د ۲۰۳ تندر قول اردو له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې پر ماشومانو ماین چاودلی، چې له امله یې درې ماشومان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ماین په سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و، خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

بل خوا یاده قول اردو وايي، چې د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې هم د طالبانو خوا د سړک د غاړې خښ شوی ماین د ولسي وګړو پر موټر چاودلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي، خو طالبانو په دې اړه هم څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي