پکتیکا او غزني کې ماین چاودنو څلور تنه وژل شوي دي

19 میزان 1397 ساعت 14:14

په سویل خیتځ کې د پوځ چارواکي وايي، پکتیکا او غزني ولایتونو کې د سړک د غاړې ماین چاودنو له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


په سویل خیتځ کې د پوځ چارواکي وايي، پکتیکا او غزني ولایتونو کې د سړک د غاړې ماین چاودنو له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغلته د ۲۰۳ تندر قول اردو له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې پر ماشومانو ماین چاودلی، چې له امله یې درې ماشومان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ماین په سیمه کې د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و، خو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

بل خوا یاده قول اردو وايي، چې د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې هم د طالبانو خوا د سړک د غاړې خښ شوی ماین د ولسي وګړو پر موټر چاودلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي، خو طالبانو په دې اړه هم څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
 
 


د مطلب کود: 109137

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109137/

جمهور
  https://www.jomhornews.com