سیمه ییز چارواکي وايي، کندوز ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه برید پر مهال ۷ پوله ساتو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندز د پامیر د ۲۰مې فرقې ویاند ویلي طالبانو تېره شپه (د تلې ۱۸ مه) قلعه زال ولسوالۍ په سرخ بیتل سیمه کې د سرحدي سرتېرو په پوسته برید کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه برید کې څلور سرحدي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په ځوابیه برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه یې کره معلومات نه لري.
په ورته وخت کې د کندز ولایتي شورا د برید د پخلي تر څنګ وایي، په برید کې ډېرو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وسله والو طالبانو هم د برید پړه پر غاړه اخیستې او ادعا یې کړې چې په یاده نښته کې یې ۱۵ سرحدي سرتېري وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کندوز