فاریاب کې موټر بم چاودنې ۱۵ طالبان او ملکیان وژلي

21 میزان 1397 ساعت 7:58

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د یوه موټر بم چاودنې له امله ۱۵ وسله وال طالبان او ملکیان وژل شوي دي.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د یوه موټر بم چاودنې له امله ۱۵ وسله وال طالبان او ملکیان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو پرون جمعه د تلې ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښه د فاریاب ولایت د خواجه ناموسي بازار ته څېرمه شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، طالبانو غوښتل موټر بم د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار ته ورسوي او هلته چاودنه ورکړې خو هدف ته تر رسېدو وړاندې وچاودېده.

خبرپاڼه وايي، په دغه چاودنه کې پنځه ملکي وګړي او ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي، پنځه ملکي وګړي او څلور وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 
 


د مطلب کود: 109159

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109159/

جمهور
  https://www.jomhornews.com