ترکیې امریکايي کشیش خوشی کړی دی

21 میزان 1397 ساعت 8:16

ترکیې امریکايي کشیشي اندرو برانسن خوشی کړی او د دغه هېواد یوې محکمې اعلان کړی، چې نوموړی کولای شي له ترکیې و وځي.


ترکیې امریکايي کشیشي اندرو برانسن خوشی کړی او د دغه هېواد یوې محکمې اعلان کړی، چې نوموړی کولای شي له ترکیې و وځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ترکي محکمې د اندروبرانسن د خوشي کېدو اعلان پرون جمعه د تلې ۲۰ مه کړی دی.

د محکمې چارواکو ویلي، چې برانسن دوه کاله په زندان کې تېر کړي دي او اوس کولای شي، چې خپل هېواد ته ستون شي.

باید و ویل شي، چې امریکايي کشیش برانسن د ترهګریزو فعالیتونو په تور د ترکیې له خوا په دوه کاله بند محکوم شوی و، چې په دې وروستیو کې يې پر سر د امریکا او ترکیې تر منځ اړیکې هم ترینګلې شوې وې.

د برانسن تر خوشي کېدو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټوېټر لیکلي، چې دغه امریکایي کشیش به ژر تر ژره خپل هیوادته راستون شي.

ټرمپ په دغه ټوېټ کې ویلي، چې کشیش اندرو برانسن همدا اوس آزاد شو او ژر به په کور کې و اوسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109160

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109160/

جمهور
  https://www.jomhornews.com