۰

اسرائیلي پوځ ۱۴۷ فلسطیني اعتراض کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

شنبی ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۲
فلسطیني روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلي ځواکونو په تازه بریدونو کې ۱۴۷ فلسطیني اعتراض کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
اسرائیلي پوځ ۱۴۷ فلسطیني اعتراض کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې
فلسطیني روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلي ځواکونو په تازه بریدونو کې ۱۴۷ فلسطیني اعتراض کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسرائیلي ځواکونو پرون جمعه د تلې ۲۰ مه غزه کې پر فلسطیني اعتراض کوونکو ډزې کړې دي.

د غزې د روغتیایي سرچېنو ویلي، چې په دې ډزو کې ۷ تنه اعتراض کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۱۴۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د فلسطیني روغتیایي سرچینو له قوله، له کله چې د مارچ میاشتې پر ۳۰مه د سرحد په اوږدو کې اعتراضونه پیل شوي، د غزې شاوخوا ۲۰۰اوېدونکي وژل شوي دي.

اسراییل حماس ډله د اعتراضونو په تنظیم تورنوي خو حماس یاد تورونه ردوي او وایي، دوی په دې اعتراضونو کې لاس نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي