اسرائیلي پوځ ۱۴۷ فلسطیني اعتراض کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې

21 میزان 1397 ساعت 8:22

فلسطیني روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلي ځواکونو په تازه بریدونو کې ۱۴۷ فلسطیني اعتراض کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


فلسطیني روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلي ځواکونو په تازه بریدونو کې ۱۴۷ فلسطیني اعتراض کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې اسرائیلي ځواکونو پرون جمعه د تلې ۲۰ مه غزه کې پر فلسطیني اعتراض کوونکو ډزې کړې دي.

د غزې د روغتیایي سرچېنو ویلي، چې په دې ډزو کې ۷ تنه اعتراض کوونکي وژل شوي او شاوخوا ۱۴۰ تنه نور ټپیان شوي هم دي.

د فلسطیني روغتیایي سرچینو له قوله، له کله چې د مارچ میاشتې پر ۳۰مه د سرحد په اوږدو کې اعتراضونه پیل شوي، د غزې شاوخوا ۲۰۰اوېدونکي وژل شوي دي.

اسراییل حماس ډله د اعتراضونو په تنظیم تورنوي خو حماس یاد تورونه ردوي او وایي، دوی په دې اعتراضونو کې لاس نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109161

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109161/

جمهور
  https://www.jomhornews.com