۰

ټرمپ وايي پر سعودي عربستان بندیزونه، نه لګوي

شنبی ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۶
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ترکیې کې د سعودي خبریال د لادرکه کېو په اړه اندیښمن دی، خو دی په امریکا کې د سعودي عربستان پر پانګه اچونه بندیزونه نه لګوي.
ټرمپ وايي پر سعودي عربستان بندیزونه، نه لګوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ترکیې کې د سعودي خبریال د لادرکه کېو په اړه اندیښمن دی، خو دی په امریکا کې د سعودي عربستان پر پانګه اچونه بندیزونه نه لګوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، سعودي عربستان په پوځي اکمالاتو او داسې نورو شیانو کې ١١٠ ملیارده ډالره پانګونه کوي چې دا په امریکا کې کارونه پیدا کوي.

نوموړي زیاته کړې، که امریکا پر هغوی (سعودي عربستان) بندیزونه ولګوي نو هغوي به دغه پیسې په چین او روسیې کې ولګوي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي، ډېر ژر به په ترکیې کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د لادرکه کېدو په اړه ورته رپورټ ورکړل شي.

ټرمپ دغه څرګندونې له هغې نه وروسته کړې دي چې د امریکا د کانګرس ځینو غړیو د چارشنبې په ورځ یو لیک لاسلیک کړ، چې پکې یې له ولسمشر نه د سعودي خبریال د لادرکه کیدو په اړه د پوره تحقیقاتو او دغه راز په سعودي د ممکنه بندیزونو غوښتنه کړې وه.

باید و ویل شي، چې د سعودي عربستان خبریال خاشاقجي څو ورځې وړاندې د هغې نه وروسته چې د خپل کار لپاره سعودي قونسلګرۍ ته دننه شو، لادرکه شوی دی.

د ترکیې حکومت وایي یوه ویډیو کې لیدل کېږي د سعودي عربستان استخباراتي کارکونکي ترکیې ته ورغلي او بیا بېرته تللي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي