عبدالله د شانګهای په غونده کې!

له ترهګرۍ سره مبارزه د سیمې د ټولو هېوادونو ګډ کار دی

21 میزان 1397 ساعت 8:37

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د شنګهای په غونډه کې د وینا پر مهال د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې او جدي مبارزې ټینګار کړی دی.


د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د شنګهای په غونډه کې د وینا پر مهال د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې او جدي مبارزې ټینګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې ترهګري د ټولې سیمې لپاره ستر خطر ده، نو ټولو ته په کار ده، چې په ګډه د دغه پدېدې پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

نوموړي په سیمه کې یې د قیضیې ټولو ښکېلو خواوو په تېره پاکستان ته ویلي چې د ترهګرۍ ملاتړ د هېچا په ګټه نه دی او له دغه هېواد سره له نږدې کار کوي، څو هلته د ترهګرو امن مرکزونه له منځه لاړ شي.

عبدالله ټینګار کړی، تر هغه چې د ترهګرو امن مرکزونه وي، دوی له نشه يي توکو تمویلېږي، نو جګړې به هم روانې وې او ټوله سیمه به د اوس په شان له ستونزو سره مخ وي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس د سیمې پر هېوادونو غږ وکړ چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د افغانستان همکاري وکړي، ځکه دغه هېواد د روانې مبارزې په لومړۍ کرښه کې موقعیت لري.

عبدالله د سولې په اړه هم زیاته کړې، چې د سیمې هېوادونه دې د دایمي ثبات لپاره د افغان سولې په پروسه کې همکاري وکړي او دغه لړۍ دې بریا ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109163

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109163/

جمهور
  https://www.jomhornews.com