۰
زلمي خلیلزا:

قطر باید د افغانستان په سوله او ثبات کې ځانګړې مرسته وکړي

شنبی ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۶
د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له قطري چارواکو سره په کتنه کې پر افغان سولې او ثبات خبرې کړې دي.
قطر باید د افغانستان په سوله او ثبات کې ځانګړې مرسته وکړي
د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له قطري چارواکو سره په کتنه کې پر افغان سولې او ثبات خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان سره خبرو کې ویلي، عربي هېوادونه په تېره قطر کولی شي د افغانستان د روانې شخړې په حل کې پوره همکاري وکړي.

خلیلزاد په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې دوهه باید د افغانستان په سوله او ثبات کې ځانګړې مرسته وکړي.

په ورته وخت کې شیخ محمد هم په دې لیدنه کې ویلي چې هېواد یې تل د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې تر خپلې وسې همکاري کړې ده او وروسته له دې به هم خپلې همکارۍ و نه سپموي.

باید و ویل شي، چې خلیلزاد په قطر کې له طالب استازو سره هم کتلي، خو د خبرو په اړه یې جزیات نه دي ورکړل شوي او نه هم افغان حکومت، امریکا او طالبانو دغه لیدنه تایید کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي