خلیلزاد بيرته کابل ته راغلی او له ولسمشر غني سره یې لیدلي

21 میزان 1397 ساعت 11:00

د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی اسلام آباد، سعودي عربستان او قطر ته تر سفر وروسته بېرته کابل ته راغلی او له ولسمشر غنی سره یې لیدلي دي.


د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی اسلام آباد، سعودي عربستان او قطر ته تر سفر وروسته بېرته کابل ته راغلی او له ولسمشر غنی سره یې لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، خلیلزاد له پاکستاني، عرب او قطري چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې او له هغوی یې په دې برخه کې د ریښتینې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

نوموړي پاکستاني چارواکو ته خبرو کې ویلي و، چې په خپل نفوذ سره طالبان د سولې د مذاکراتو مېز ته وهڅوي او د سولې په برخه کې رېښتنې همکاري وکړي.

دغه راز هغه د سعودي عربستان له ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره هم پر افغان سوله خبرې کړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه ترې کړې ده.

خلیلزاد له سعودی وروسته قطر ته تللی، چې هلته یې د قطري چارواکو سره هم پر سوله خبرې کړې او ویلي یې دي، چې عربي هېوادونه په ځانګړي ډول قطر باید په دې برخه کې همکاري کولی شي او باید یې وکړي.

ویل کېږي، چې خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم کتلي، خو د دې کتنې جزیات او پخلی تر اوسه د افغان حکومت، امریکا او طالبانو له خوا نه دي تاييد شوي.

خلیلزاد له قطر څخه بېرته کابل ته راستون شوی او نن شنبې د تلې ۲۱ مه سهار مهال یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدلي دي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه، کې ویل شوي په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ډاکټر زلمي خلیل‏‏زاد ولسمشر ته بېلابېلو هېوادونو ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه معلومات ورکړل.

سرچینه کاږي، خلیلزاد په خپلو خبرو کې و ویل، چې د امریکا متحده ایالات د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت په مشرۍ هر ډول همکارۍ ته چمتو دي او په دې برخه کې د دوی هڅې دوام لري.

خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان حکومت د هر هغه اقدام او هڅې مننه او قدرداني کوي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د تامین لپاره وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109173

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109173/

جمهور
  https://www.jomhornews.com