۰

لوګر کې د واده پر مراسمو چاودنې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

شنبی ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۶
سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د یوه واده په مراسمو کې د چاودنې له امله ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
لوګر کې د واده پر مراسمو چاودنې ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې د یوه واده په مراسمو کې د چاودنې له امله ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه(د تلې ۲۰ مه) د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د سفید سنګ په سیمه کې رامنخ ته شوي ده.

د محمد آغې ولسوال نور محمد عبیدي ویلي، په دغه سیمه کې د لاهور په نوم د یوه کس په یوه کور کې واده وو، چې مېلمانه او خپلوان یې په کې راټول شوي وو.

د هغه په وینا په دې مراسمو کې چاودنه شوې، چې له امله یې ۶ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، چاوېدونکي توکي د ټنګ ټکور پروګرام له پاره برابر شوي سټېج کې ځای پر ځای شوی و، چې له امله یې د واده د کورنۍ خپلوانو، کلیوالو او سندر غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د محمد آغې ولسوال زیاته کړې، چې پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې او په وژل شویو او ټپیانو کې دوه تنه سندرغاړي دي.

خو په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي ویلي، چې په دغه چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي او تر ۳۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي هم ویلي، چې پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځ ته شوې او په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي