۰

طالبانو تاييد کړه، چې استازو یې قطر کې له زلمي خلیلزاد سره لیدلي

شنبی ۲۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۱
وسله والو طالبانو تایید کړې، چې استازو یې د قطر پلازمېنه قطر کې د افغان سولې له پاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوي سره لیدلي دي.
طالبانو تاييد کړه، چې استازو یې قطر کې له زلمي خلیلزاد سره لیدلي
وسله والو طالبانو تایید کړې، چې استازو یې د قطر پلازمېنه قطر کې د افغان سولې له پاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوي سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر مخې طالبانو نن شنبې د تلې ۲۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالب استازو او امریکا د خبرو پلاوي تر منځ دغه کتنه د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې په ۱۲ مه دوحه کې تر سره شوه.

خبرپاڼه وايي، د طالبانو له لوري په دې ناسته کې د سیاسي دفتر مشر الحاج شیرمحمد عباس ستانکزی، د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د سیاسي دفتر غړو شیخ شهاب الدین دلاور ، قاري دین محمد حنیف ، الحاج محمد زاهد احمدزی او محمد سهیل شاهین شامل وو.

طالبانو دا هم ویلي، چې د امریکا له خوا د پلاوي مشري د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کوله او طالبانو په خپلو خبرو کې د اشغال پر خاتمه او او د افغانستان د مسئلې په سوله ایزحل یې خبرې وکړې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دې خبرپاڼه کې ویلي، چې داسلامي امارت استازو د مشکلاتو د حل او واقعي امن په راتلو کې د خارجي ځواکونو موجودیت لوی خنډ وباله او زیاته یې کړه چي افغانستان یو اسلامي هېواد دی، خپل اسلامي ارزښتونه او ثقافت لری.

د مجاهد په وينا په پای کي دواړو لوریو موافقه وکړه چې خپلو غونډو ته به په راتلونکې کې دوام ورکوي.
د خلیلزاد او طالب استازو تر منځ قطر کې د خبرو راپور لومړی وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼې ورکړ، خو په دې اړه یې نور جزیات خپاره نه کړل.

باید و ویل شي، چې خلیلزاد په قطر کې له قطري چارواکو او طالب استازو سره تر کتنې او خبرو وروسته نن دوشنبې د تلې ۲۱ مه بېرته کابل ته راستون شوی او دلته یې له ولسمشر غني، اجرائیه رییس عبدالله سره هم کتلي او هغوی ته یې پاکستان، سعودي عربستان، قطر ته د خپل سفر په اړه جزیات ورکړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي