یمن کې د سعودي په مشرۍ اتیلافي برید کې ۱۷ تنه وژل شوي

22 میزان 1397 ساعت 8:20

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو یمن کې د هوايي برید پر مهال ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو یمن کې د هوايي برید پر مهال ۳۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سعودي ائتلاف هوايي ځواکونو پرون شنبې د تلې ۲۱ مه د یمن په ساحلي ښار حدیده کې هوايي برید کړی دی.

راپورونه وايي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي، خو تر اوسه دا نه ده معلومه، چې ملکي وګړي دي، که د یمن د حکومت مخالف حوثي وسله وال دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف تر اوسه د شنبې د ورځې د برید په هکله څه ندي ویلي.

د اټکل له مخې د یمن په جگړه شاوخوا ١٠ زره کسان وژل شوي دي او د ملگرو ملتونو په وینا یمن د خورا سخت بشري ناورین سره مخامخ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109196

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109196/

جمهور
  https://www.jomhornews.com