د سولې عالي شورا د سولې په اړه د مسکو غوندې ته خوشبینه ده

22 میزان 1397 ساعت 8:51

د افغانستان د سولې عالي شورا یو شمېر غړي وايي، تمه ده، چې په مسکو کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې غونډه به مثبتې پایلې ولري.


د افغانستان د سولې عالي شورا یو شمېر غړي وايي، تمه ده، چې په مسکو کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې غونډه به مثبتې پایلې ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه کنفرانس جوړېدل به په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي.

د سولې عالي شورا یو تن غړي قاظي محمد امین وقاد ویلي دغه کنفرانس د جوړېدو په اړه که په ټولیزه توګه د افغان حکومت نظر واخیستل شي، نو له شکه پرته چې په افغانستان کې به د سولې له راتګ سره مرسته وکړي.

ښاغلي وقاد زیاته کړې، یاده ناسته به په دې خاطر هم ګټوره تمامه شي چې دواړه لوري به سره وویني او پر ځینو موضوعاتو به له نږدې بحث او خبرې اترې وکړي.

د یادونې ده، چې د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، ښایي د روانې میاشتې تر وروستیو پورې د مسکو ناسته تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109200

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109200/

جمهور
  https://www.jomhornews.com