۰

د کندز ښار لپاره ماسټر پلان بشپړ شوی دی

یکشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۵
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د کندز ښار د ماسټر پلان له بشپړېدو سره به په دغه ښار کې د بیارغونې عملي کار پیل شي.
د کندز ښار لپاره ماسټر پلان بشپړ شوی دی
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د کندز ښار د ماسټر پلان له بشپړېدو سره به په دغه ښار کې د بیارغونې عملي کار پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني پرون شنبه (د تلې ۲۱مه)  د کندز له والي سره د کندز ښار د بیارغونې او پراختیا د ماسټر پلان د عملي کېدو او د کندز د حلقوي سړک د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.

دغه راز سرچینه وايي، ښاغلي غني د اریانا افغان هوايي شرکت ته دستور ورکړی چې کندز او نورو ولایتونو ته پروازونه پېل کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، ولسمشر غني د صنعت او تجارت وزیر او په مالي او بانکي چاروکې خپل سلاکار ته سپارښتنه کړې چې د کندز د سپین زر شرکت د بیارغونې او فعالولو پلان جوړ کړي او ورته ویې سپاري.

باید و ویل شي، چې له ولسمشر سره په کتنه کې د کندز والي د شېرخان بندر د تصدیو د فعالېدو، په کندز ښار کې ماشومانو او ښځو ته د یوه روغتون دجوړېدو، د امام صاحب ولسوالۍ د سړک جوړېدو او د الچین د پله د بیا رغېدو غوښتنه کړې ده.
 
جمهورخبري آژانس: کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي