چین د افغان حکومت د سولې له ټولو هڅو په ملاتړ ټینګار کړی دی

22 میزان 1397 ساعت 9:14

د چین لومړي وزیر کچیانګ وايي، هېواد یې د ثبات، امنیت، سولې او ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د افغان حکومت ملاتړ کوي.


د چین لومړي وزیر کچیانګ  وايي، هېواد یې د ثبات، امنیت، سولې او ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د افغان حکومت ملاتړ کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کچیانګ  ټینګار کړی، چې دوی له خپلو ټولو امکاناتو په استفادې هڅه کوي چې د افغانستان په بیارغونه کې مرسته وکړي.

نوموړي چې د شانګهای غونده کې وینا کوله زیاته کړې،  چین مخکې هم ویلي او اوس بیا ټینګار کوي چې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هر ډول خبرو ملاتړ کوي.

ښاغلي کچیانګ ویلي، چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې چین د افغان حکومت سره هر راز مرستو ته چمتو دی.

د هغه په وینا چین د افغان سولې او ثبات لپاره درې اړخیزه ډله رامنځ ته کړه چې په هغه کې افغانستان، پاکستان او چین شامل دي.

د چین لومړي وزیر ویلي دغه درې اړخیز بهیر ته هم ادامه ورکوي او موخه یې په افغانستان کې د امنیت راوستل او ستونزو له منځه وړل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 109203

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109203/

جمهور
  https://www.jomhornews.com