۰
وسله وال طالبان:

امریکا منلې چې د خپلو عسکرو د ایستلو په اړه به مذاکرات کوي

یکشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۶
د وسله والو طالبانو سرچینو ویلي د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا منلې، چې د مذاکراتو په لړ کې به د امریکايي سرتېرو پر وتلو هم خبرې کوي.
امریکا منلې چې د خپلو عسکرو د ایستلو په اړه به مذاکرات کوي
د وسله والو طالبانو سرچینو ویلي د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا منلې، چې د مذاکراتو په لړ کې به د امریکايي سرتېرو پر وتلو هم خبرې کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه طالب سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط الجزیرې انګلیسي ته ویلي، چې قطر کې د طالب استازو او امریکایي پلاوي تر منځ کتنه کې په عمومي توګه پر ډېرو مسایلو خبرې شوې دي، خو پر جزیاتو بحثونه نه دي شوي.

سرچینې زیاته کړې امریکا او طالب چارواکو پرېکړه کړې چې د خبرو لړۍ به جاري ساتي او په دوام کې به یې پر ټولو مسایلو جدي خبرې کوي.

دا خبره د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې هم راغلې، چې د دوی استازو او امریکایي پلاوی د ستونزو د اساسي حل له پاره د خبرو پر دوام توافق کړی دی.

په قطر کې د طالبانو ددفتر دغه سرچینې زیاته کړې، له امریکا یې غوښتي چې د خپلو سرتېرو د ایستلو په اړه فکر وکړي او په دې توګه د سولې نورو خبرو ته زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینو پخوانیو طالب چارواکو هم پر دې کتنه خوښي ښودلې او هیله مند دي، چې خبرې به دوام وکړي او مثبتې پایلې به ولري.

پخوانی طالب چارواکي مولوي عبدالسلام ضعیف ویلي د دغه کتنې په اړه یې د طالبانو اعلامیه لیدلې، چې پر خوښ دی او تمه ده، چې ډېر ژر د سولې په راوستو کې مثبته تمامه شي.

دغه راز یو بل پخواني طالب چارواکي معتصم آغا جان بیا ویلي ښايي طالبان د مذاکراتو له پاره یو پلاوی وټاکي، ځکه دواړو لورو د خبرو پر دوام توافق کړی دی.

باید و ویل شي، دا هغه څه دي، چې ولسمشر محمد اشرف غني ان څو میاشتې وړاندې و ویل، چې که طالبان سوله وغواړي او خبرو ته زړه ښه کړي، نو افغان حکومت چمتو دی، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر هم ورسره خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي