د کندوز ولایت په خان آباد ولسوالۍ کې د دوهم خان آباد تر نامه لاندې د اوبو لګونې او برېښنا د تولید پروې تړون لاسلیک شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تړون د اوبو او برېښنا وزارت او د یوه خصوصي هند شرکت تر منځ لاسلیک شول.
له ارګه نن یکشنبې د تلې ۲۲ مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد تړون د ولسمشر غني په حضور کې د برېښنا وزارت د سرپرست محمد ګل خلمي او د هندي خصوصي شرکت لینکو انفراتیک د استازي احمد فرزاد تر منځ په ارګ کې لاسلیک شو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کندزو په خان آباد ولسوالۍ کې د دوهم خان آباد د اوبو لګونې او برېښنا د تولید پر دغه پروژه به ۲۵ میلیونه ډالر ولګول شي.
سرچینه زیاتوي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به نه یوازې ۱۰.۴ میګاواټه برېښنا تولید شي، بلکې ۴۷۰۰۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو له پاره به هم زمینه برابره او دغه راز به د قندوز ښار ۱۸ زره کورنۍ په مستقیم ډول ترې برخمن شي.
جمهورخبري آژانس:کابل