د ټاکنو خپلواک کمېسیون:

یوازې هغه کسان رایه ورکولی شي، چې تذکره یې سټېکړ ولري

22 میزان 1397 ساعت 11:21

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې به پر وخت تر سره شي او یوازې هغه کسان رایه ورکولی شي، چې پر پېژندپاڼو یې سټېکرونه وهلي دي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې به پر وخت تر سره شي او یوازې هغه کسان رایه ورکولی شي، چې پر پېژندپاڼو یې سټېکرونه وهلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي نن یکشنبې د تلې ۲۲ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال هغه راپورنه رد کړل، چې ګنې ټاکنې به وځندېږي.

نوموړي دا ګنګوسې هم په کلکه رد کړې، چې ګڼې د بایومیتریک سیستم دستګاه وې ستونزې لري او کارنده نه دي، او زیاته یې کړه، چې بایومیتریک سیستم معیاري او باوري دی او د ټاکنو په شفافیت کې به مرسته وکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیاسي ګوندونو د دې غوښتنې په اړه چې له سټېکره پرته تذکرو کسانو ته دې هم د رایې ورکولو حق ورکړل شي و ویل«یوازې هغه کسان رایه ورکولی شي، چې پر پېژندپاڼو یې سټېکرونه لګولي دي.»

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ټولو حکومتي کارکوونکو او نورو چارواکو ته خبرداری ورکړ، چې د ټاکنو په پروسه کې دې لاسوهنه نه کوي.

د کمېسیون ویاند هاشمي زیاته کړه، چې د ولسمشر د حکم له مخې هر څوک چې په ټاکنو کې مداخله وکړي، د اړوندو ادارو له لارې پېژندل کېږي او بیا عدلي او قضایي ارګانونو ته ور معرفي کېږي.

هاشمي ټینګار وکړ، چې کمیسیون مستقل دی او هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې په چارو کې یې مداخله وکړي او یوازې د هېواد ملي مصلحتونه او مسایل په پام کې نیسي او د هېڅ فرد شخصي فرمایش ته ارزښت نه ورکوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ټاکنو د امنیت د تامین په اړه یو ځل بیا له امنیتي ارګانونو څخه په جدي توګه وغوښتل، چې د ټاکنو په امنیت کې له کمېسیون سره بشپړه مرسته او همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109212

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109212/

جمهور
  https://www.jomhornews.com