امنیتي سرچینې:

د زابل د میزانې ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی

22 میزان 1397 ساعت 12:43

سیمه ییزې امنیتي سرچینې وايي، د زابل ولایت پر میزانې ولسوالۍ د طالبانو په برید کې د ولسوالۍ امنیه قوماندان او شپږ پولیس وژل شوي دي.


سیمه ییزې امنیتي سرچینې وايي، د زابل ولایت پر میزانې ولسوالۍ د طالبانو په برید کې د ولسوالۍ امنیه قوماندان او شپږ پولیس وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو تېره شپه د (تلې ۲۱مه) د زابل ولایت په میزانې ولسوالۍ برید کړی وو.

د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي پر دغه ولسوالۍ د برید پخلی کړی خو ویلي یې دي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې طالبان پر شاه تمبول شوي دي.

نوموړي د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو وايي ولسوالۍ کې حالت د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

په ورته وخت کې یوې بلې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې طالبانو په برید کې د مېزانې امنیه قوماندان  سرڅارن اسدالله او شپږ نور پولیس وژل شوي او څلور پولیس ټپیان شوي دي.

له دې سره ترڅنګ مېزانې ولسوالۍ ته څېرمه د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې طالبانو د سیمه ییزه پولیسو پر پوستو هم بریدونه کړي دي.

د شهرصفا ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې ویلي طالبانو د یادې ولسوالۍ د اسحاقزو مانده په سیمه کې د سیمه ییزه پولیسو پر پوستو تېره شپه بریدونه کړي، چې په کې ۸ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

چارواکو په دواړو ولسوالیو کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو کوم غبرګون ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
 


د مطلب کود: 109217

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109217/

جمهور
  https://www.jomhornews.com