۰
مشرانو جرګه:

د سولې وروستۍ هڅې هیله بښوونکې دي، حکومت د ترې ښه ګټه واخلي

یکشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۸
د افغانستان د مشرانو جرګه یا سنا مجلس استازي وايي، د افغان سولې له پاره وروستۍ هڅو د سولې له پار امیدونه زیات کړي او حکومت باید له دغه رامنځ ته شوي فرصت نه ښه ګټه پورته کړي.
د سولې وروستۍ هڅې هیله بښوونکې دي، حکومت د ترې ښه ګټه واخلي
د افغانستان د مشرانو جرګه یا سنا مجلس استازي وايي، د افغان سولې له پاره وروستۍ هڅو د سولې له پار امیدونه زیات کړي او حکومت باید له دغه رامنځ ته شوي فرصت نه ښه ګټه پورته کړي.

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار نن یکشنبې د تلې ۲۱ مه د دغه جرګې په عمومي غونده کې و ویل، چې د افغان سولې به تړاو وروستۍ هڅې، چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خوا پیل شوې هیله بښوونکې دي.

نوموړي و ویل، له حکومت غواړي، چې له دغه رامنځ ته شوي فرصت څخه ښه ګټه واخلي او داسې سیاست مخې ته یوسي، چې د سیمې حساسیت را ونه پاروي، بلکې په دې برخه کې نوره همغږي هم رامنځ ته کړي.

مسلم یار زیاته کړه، لکه څنګه چې امریکا پر خلیلزاد باور کړی، افغان ولس هم د نوموړي پر وړتیا او د سولې په برخه کې پر ریښتینو هڅو باور لري.

په ورته وخت کې د یاد مجلس لومړي مرستیال و ویل، چې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده، خو له طالبانو سره سوله باید پر نړیوال تضمین رامنځ ته شي، تر څو جګړه د تل له پاره هېواد کې پای ته ورسېږي.

نوموړي و ویل، چې په هېواد کې تل پاتې سوله هله شونې ده، چې ټولې سیاسي ډلې، د سیمې هېوادونه او نړیوال په دغه پروسه کې ځان شریک وګڼي.

بل خوا د سنا مجلس یو بل غړي ګل احمد اعظمي زیاته کړه، چې تمه لري افغان حکومت او امریکا داسې کړنلاره وټاکي، چې وکولای شي د افغانستان اوسنۍ ستونزې له جرړې حل کړي، ځکه د ده په وینا دغه جګړه پر افغان ولس د پاکستان، روسیې او ایران له خوا تپل شوې ده.

د جرګې بل غړي غیرت بهیر و ویل، چې حکومت او طالبان باید له دغه رامنځ ته شوي فرصته ښه ګډه پورته کړي او کورنۍ او بهرني اجماع له پاره باید پر یوه لومړۍ طرحه توافق ته ورسېږي.

خو سناتور یوسف نورستاني بیا د افغان سولې په برخه کې د پاکستان پر نیت شک وښود او ويې ویل، چې که امریکا په رښتیا د افغانستان سولې ته ژمنه وي، باید په احتیاط یې هرکلی وشي، ځکه پاکستان په دې برخه کې اخلاص نه لري.

نورستاني پر ټولو افغان سیاسي ډلو او سیاسیون غږ وکړ، چې د زلمي خلیلزاد له هڅو ملاتړ وکړي او د سولې له پاره جدي کارو کړي.

باید و ویل شي، چې زلمي خلیلزاد د تېرې جمعې په ورځ قطر کې له طالب استازو سره کتلي او دواړو لورو د خبرو پر دوام او د افغانستان د ستونزې پر دایمي حل موافقه کړې ده.

طالبانو هم د دغه خبرو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې له زلمي خلیلزاد یې غوښتي، چې بهرنیو ځواکونو پر وتلو ورسره خبرې وکړي او دا خبرې سولې او افغانستان د ستونزې د هواري خبرې باید دوام پیدا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي