د مشرانو جرګې رییس:

د افغان کانونو په اړه بهر کې شوي تړونونه په هېڅ ډول د منلو نه دي

22 میزان 1397 ساعت 14:07

د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار وایي، د افغانستان د کانونو په اړه له هېواده بهر شوي تړونونه په هېڅ ډول د منلو نه دي.


د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار وایي، د افغانستان د کانونو په اړه له هېواده بهر شوي تړونونه په هېڅ ډول د منلو نه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مسلم یار چې نن یکشنبې د تلې ۲۲ مه یې د جرګې عمومي غونډه کې خبرې کولې امریکا کې د بدخشان د سروزرو او بلخاب د مسو د کانونو په اړه شوي تړون ته په اشارې و ویل، چې د کانونو مالک افغان ولس دی او دغه ډول تړونونه باید د هېواد د ننه وشي.

مسلم یار پر افغان حکومت غږ وکړ، چې د دغه دوه کانونو د تړون په اړه ولس ته وضاحت ورکړي او دغه راز یې زیاته کړه، چې په همدې تړاو به د کانونو وزارت چارواکي د ولسي جرګې له ټاکنو وړاندې جرګې ته ور وغواړي.

د مشرانو جرګې رییس دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې افغان حکومت د بدخشان د سروزو او د بلخاب د مسو کاونونو تړون څو ورځې وړاندې په واشنګټن کې له افغان ترکیش مایننګ او افغان ګولډینډ الز شرکتونو سره لاسلیک کړ.

دغه دواړه شرکتونه امریکايي او انګلیس دي، خو د افغانستان د ښار جوونې مخکنی وزیر سید سعادات منصور نادري یې هم برخوال دی.

پر نادري تور دی هغه مهال چې وزیر و، د قانون خلاف یې د دغه تړونونو له پاره زمینه سازي کړې او وروسته له هغه یې د وزارت څخه استعفا کړې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 109222

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109222/

جمهور
  https://www.jomhornews.com