۰

طالبانو د غزني اندړ ولسوالۍ ودانۍ سوځولې ده

دوشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۳۹
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غزني ولایت پر اندړو ولسوالۍ تر برید وروسته د ولسوالۍ ودانۍ ته اور ورته کړی دی.
طالبانو د غزني اندړ ولسوالۍ ودانۍ سوځولې ده
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غزني ولایت پر اندړو ولسوالۍ تر برید وروسته د ولسوالۍ ودانۍ ته اور ورته کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې پرون یکشنبې د تلې ۲۲ مه له غرمې وروسته د ولسوالۍ پر او امنیه قوماندانۍ پر ودانیو برید وکړ.

د غزني د ولایتي شورا غړی خالق داد اکبري ویلي، چې افغان ځواکونو له جګړې پرته ولسوالي او امنیه قومانداني طالبانو ته پرېښې ده.

د هغه په وینا افغان ځواکونو د غزني د چهار دېوال په سیمه کې د ملي اردو پوځي اډې ته ګرځېدلي او طالبانو د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ودانۍ سوځولې دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم وايي، اندړو ولسوالي دوی نیولې خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

بل خوا د غزني د امنیه قوماندان فرید احمد مشعل د طالبانو دغه ادعا رد کړې، چې ګڼې ولسوالۍ دوی نیولې، بلکې وايي، افغان ځواکونو ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې نه اوښتو په موخه ولسوالي تشه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې دوی د طالبانو له بریدونو وړاندې خبر و او په دې خاطر چې جګړه کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله و نه رسېږي ولسوالي له وړاندې خالي و د چهار دېوالې سیمې ته لېږدول شوې ده.

مشعل وايي، دا مهال ګڼ امنیتي ځواکونه په اندړو ولسوالي کې پر عملیاتو بوخت دي، چې تر اوسه دوی ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی، خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي