ټرمپ:

پر سعودي عربستان بندیزونه امریکا ته د سزا ورکولو په مانا دي

23 میزان 1397 ساعت 7:50

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، پر سعودي عربستان د پوځي تجیهزاتو پر پلور بندیزونه به دا مانا ولري، چې امریکا ځان ته سزا ورکوي.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، پر سعودي عربستان د پوځي تجیهزاتو پر پلور بندیزونه به دا مانا ولري، چې امریکا ځان ته سزا ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ پرون د اکتوبر ۱۳ مه سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، نورې لارې هم شتته، چې امریکا ترې ګټه پورته کولی شي، خو دا چې هغه لارې کومې دي، په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې که امریکا پر سعودي وسلې بندې کړي، سعودي به یې له روسیې واخلي.

ټرمپ یادې څرګندونې وروسته تر هغه کړې، چې امریکایي ډموکراټان وایي، که د خاشقجي په قتل کې د سعودي د حکومت دخالت ثابت شي، واشنګټن باید پر ریاض د پوځي تجهیزاتو خرڅلاو ودروي.

خو ټرمپ وایي پر سعودي دا ډول بندیزونه ساده ګي او لیونتوب دی او دا خپله امریکا ته د سزا ورکولو په مانا ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109233

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109233/

جمهور
  https://www.jomhornews.com