ترکیه کې ترافیکي پېښې ۱۹ تنه وژلي دي

23 میزان 1397 ساعت 7:52

ترکي رسنۍ وايي، دغه هېواد کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ماشومانو په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


ترکي رسنۍ وايي، دغه هېواد  کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ماشومانو په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون یکشنبې د تلې ۲۲ مه د ترکی لوېدیځه حوزه کې رامنځ ته شوې ده.

ترکي پولیسو ویلي، پېښه د دوه موټرو د ټکر له امله چې غیر قانوني کډوال یې لېږدول رامنځ ته شوې ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې د ترکیې سیمه ییزې رسنۍ وايي، په دغه پېښه کې د ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې په پېښه کې وژل شوي او ټپیان د کوم هېواد کډوال دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109234

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109234/

جمهور
  https://www.jomhornews.com