ملګري ملتونه:

ښکېلې خواوې اجازه وکړي، چې افغان ټاکنې په امن فضا کې تر سره شي

23 میزان 1397 ساعت 8:19

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش افغانستان کې پر ښکېلو خواوو غږی کړي، چې اجازه ورکړي په افغانستان کې راتلونکې ټاکنې په امنه فضا کې ترسره شي.


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش افغانستان کې پر ښکېلو خواوو غږی کړي، چې اجازه ورکړي په افغانستان کې راتلونکې ټاکنې په امنه فضا کې ترسره شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي ګوتریش په څو ولایتونو کې پر ټاکنیزو کمپاینونو او نوماندانو وروستي بریدونه هم په کلکو ټکو غندلي دي.

د هغه په وینا په دې وروستیو کې پر ټاکنیزو کمپاینونو بریدونه ډېر شوي دي او دا له ټولو نړیوالو اصولو سره په ټکر کې عمل دی.

نوموړي زیاته کړې، چې ترهګر پر عامو وګړو بریدونه کوي، د بشر ضد جنایت ترسره کوي او په دې توګه ښيي چې د بشریت ضد جګړه یې روانه کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي هغه پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې په افغانستان کې دې ټاکنو ته زمینه برابره کړي، له تاوتریخوالي دې لاس واخلي او اجازه دې ورکړي چې افغانان خپل انتخاب وکړي.

دی وايي، که ټاکنې په امنه فضا کې ترسره شي، نو خلک به خپل وړ او په کار پوه وکیلان پارلمان ته ولېږي او د هېواد له راتلونکې سره به یې ستره مرسته کړې وي.

انتونیو ګوتریش په څو ولایتونو کې پر ټاکنیزو کمپاینونو او نوماندانو وروستي بریدونه هم په کلکو ټکو غندلي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په تېرو څو ورځو کې په ننګرهار، هلمند او تخار ولایتونو کې پر ټاکنیو غونډو په بریدونو کې لسګونو ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109236

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109236/

جمهور
  https://www.jomhornews.com