۰

جاپان او ایران د افغانستان د ګمرکونو کارکوونکي روزي

دوشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۰
جاپان او ایران هوکړه کړې، چې په ګډه به د افغانستان د ګمرکونو کارکوونکو ته د روزنې پروګرامونه پیلوي.
جاپان او ایران د افغانستان د ګمرکونو کارکوونکي روزي
جاپان او ایران هوکړه کړې، چې په ګډه به د افغانستان د ګمرکونو کارکوونکو ته د روزنې پروګرامونه پیلوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخط ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د افغانستان د ګمرکونو کارکوونکو ته به له خلکو سره د اړیکو او چلند کولو، د تقلبي توکو د پېژندل او ګمرکي اصولو په برخه کې روزنه ورکوي.

ایران ویلي چې د دغه کارکوونکو لومړۍ ډله به ایران ته را وغواړي او هلته به روزنه ورکړي.

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دا به څومره کسان وي او دغه روزنه به د څومره وخت لپاره ترسره کېږي.

په ورته وخت کې جاپان هم ویلي، دوی هم غواړي له ایران سره په ګډه د افغان ګمرکونو د کارکوونکو په روزنه کې مرسته وکړي.

جاپاني چارواکو زیاته کړې، له دې کار څخه یې موخه د افغانستان وده او پرمختګ دی او د تېر په څېر به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې چین او هند هم د افغان دیپلوماتانو د روزنې پروګرامونه پیل کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي