۰

ولسمشر غني پروان ولایت ته تللی دی

دوشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۴
ولسمشر محمد اشرف غني د ځینو بنسټیزه پروژو د پرانستې له پاره پروان ولایت ته رسېدلی دی.
ولسمشر غني پروان ولایت ته تللی دی
ولسمشر محمد اشرف غني د ځینو بنسټیزه پروژو د پرانستې له پاره پروان ولایت ته رسېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني او نور حکومتي چارواکي نن دوشنبې د تلې ۲۳ مه سهار پروان ولایت ته ولاړ.

ویل کېږي، ولسمشر به هلته د باریک اب صنعتي پارک او د جبل سراج او نجراب تر منځ غځېدلي سړک د جوړولو چارې پرانیزي.

د دې تر څنګ په ولسمشر غني د دغه ولایت له چارواکو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره هم وګوري او پر ځینو مسایلو به ورسره خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي