۰

کابل کې د ترهګرو بریدونو دوه طراحان نیول شوي دي

دوشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۶
د کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د ترهګرو بریدونو د دوه تنو طراحانو د نیولو خبر ورکړی دی.
کابل کې د ترهګرو بریدونو دوه طراحان نیول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت پلازمېنه کابل کې د ترهګرو بریدونو د دوه تنو طراحانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د تلې ۲۳ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ترهګرو بریدونو دغه طراحان پرون د کابل ښار د څرخي پله په سیمه کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو او ملي امنیت منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې دوه کسان چې په کابل ښار کې یې د بریدونو تر سره کولو پلاونه جوړل نیولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې له دغه کسانو څخه دوه میله کلاشنکوفونه، ۶ د هاوان سرګوللې، یوه اندازه مهمات او چاوېدونکي توکي هم نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت د نیول شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم نور جزیات ورکړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي