د کورنیو چارو وزارت وايي، د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن دوشنبې د تلې ۲۳ مه په یوه خپره کړې خبرپانه کې ویليو چې د کورنیو چارو وزارت ځانګړو پولیسو پرون د پکتیکا په خوشامند ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړل.
سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې ۳۰ وسله وال طالبان وژل شوي، څلور میله راکټ، ۷ میله کلاشنکوفونه او یوه اندازه نور مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د عملیاتو پر مهال د وسله والو دوه عرادې موټر هم له منځه تللي او ۱۱ کړۍ ماینونه کشف شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل