۰
جنرال رازق:

د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي

دوشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۵
د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق وايي، پاکستاني ځواکونو ته یې اجازه نه ده ورکړې، چې د سرو څاهانو په سیمه کې پر ډېورنډ فرضي کرښه اغزن سم وغځوي.
د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي
د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق وايي، پاکستاني ځواکونو ته یې اجازه نه ده ورکړې، چې د سرو څاهانو په سیمه کې پر ډېورنډ فرضي کرښه اغزن سم وغځوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال رازق ویلي، پاکستاني ځواکونو تېره ورځ (د تلې ۲۲ مه) یو ځل بیا هغه وکړه، چې په یاده سیمه کې اغزن سیم وغځوي.

خو په وینا یې افغان ځواکونو د پاکستاني عسکرو د دغه کار مخنیوی وکړ، چې په ځواب کې یې پاکستاني عسکرو پر افغان ځواکونو بریدونه وکړل.

نوموړي زیاته کړې، چې په ځواب کې افغان ځواکونو هم په ځوابیه برید لاس پورې کړ، چې په ترڅ کې یې درې پاکستاني عسکر وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

جنرال رازق وايي، دا مهال جګړه پای ته رسېدلې، خو په هېڅ صورت کې به هم پاکستاني ځواکونو ته د دغه سیم د غځولو اجازه ورنکړي.

په ورته وخت کې جنرال رازق په مرکزي حکومت هم نیوکه وکړه، چې څو ځله یې یاده موضوع ورسره شریکه کړې، خو کوم ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي