د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون له ۴.۵۷ میلیارد څخه زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۳ تړونونه منظور کړل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد کمېسیون تېره ورځ یکشنبې د تلې ۲۲ مه د ولسمشر غني په مشرۍ غونده تر سره کړه، چې په کې پر ۱۸ تدارکاتي موضوعګانو هر اړخیزه بحث وشو.
د دغه بحث په پای کې ۱۳ پروژې، چې له ۴.۵۷ میلیارد څخه زیانې افغانۍ به پرې ولګول شوي د کمېسیون له خوا منظورې شوې.
په دغه تړونو کې لاندې پروژې شاملې دي:
د ټولګټو وزارت اړوند د کابل ښار د کمپنۍ له پله څخه تر مېدان ښار دراني بازار پورې د لومړۍ برخې د دوهم لېن د سړک د جوړول.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت اړوند د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د دې منډا څخه تر عباس خېلو پورې د اته کيلو مترو په اوږدوالي د سړک د جوړولو او قیر کولو مشروطه تړون.
د ټولګټو وزارت اړوند د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د ښار د ۱۱.۹۵۴ کیلو مترو په اوږدوالي د سړکونو؛ د بیې له زیاتوالي سربېره د وخت د تمدید د منظوري وړاندیز.
د ټولګټو وزرات اړوند د هرات ولایت د بایپاس د ۲۵ کیلو مترو په اوږدوالي د سړک د جوړولو د پروژې د دوهم لاټ؛ د قرارداد د بیې له زیاتوالي سربېره د وخت د تمدید د منظوري وړاندیز.
د عامې روغتیا وزارت اړوند د ننګرهار ولایت د سیمه اېیز ۶۰۰ بستریز روغتون د ودانۍ جوړول.
د جمهوري ریاست د عملیاتي واحد، مالي ملاتړ او اداري چارو لوی ریاست اړوندد دارالامان د تاج بېګ ماڼې د بنسټیز ترمیم د پروژې، د کابل د څرخي پله د زندان د ۵۰ بستریز روغتون د جوړولو د پروژې، د څرخي پله د زندان د پراختیا د پروژې او د همدې ریاست اړوند یو عراده مرمۍ ضد ټویوټا کمپنۍ لنډکروزر د ورکړې د منظوري وړاندیزونه.
د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژي وزارت اړوند د ۱۳۹۷ کال لپاره د افغان ټېلیکام شرکت د شپږو زونونو د سایټونو او ټرانسپورټ د برخو د اړتیا وړ د تېلو د مختلفو ډولونو د برابرولو او تدارک د قرارداد د ورکړې د منظوري وړاندیز>
د کورنیو چارو وزارت اړوندد پنځه قلمه تبلیغاتي موادو د تړون د ورکړې د منظوري وړاندیز.
د ملي دفاع وزارت اړوند د مرکزي او ساحوي قطعاتو او واحدونو د اړتیا وړ ۳۸ قلمه مفروشاتي توکو د تړون د ورکړې د منظوري او د ملي دفاع وزارت اړوند د پامیر ۲۰ فرقې د ۴۰ بابه کانکسونو د لېږد د پروژې وړاندیز.
د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې ناسته کې د ټولګټو وزارت اړوند د بګرام له دوه سرکه څخه تر جبل السراج پورې د ۲۵.۶۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي د دوهم سړک د جوړولو د پروژې د تړون د ورکړې د پرېکړې د عامه خبرتیا د خپرولو د نېټې د نه بشپړېدو په وجه بېرته ولېږدول شوه.
د کمېسیون د غونډې له اجنډا سره سم؛ د ملي تدارکاتو ادارې یادښت؛ چې د یاران اصیل د مالدارۍ د خدمتونو د شرکت د پانګونې په اړه وه؛ بحث تر سره کړی شو او په اړه ېې ځینې سپارښتنې ترسره کړی شوې.
سربېره پر دې؛ د افغانستان برښنا شرکت اړوند د کاسا۱۰۰۰ د څار پروژې او د افغانستان له خاورې؛ سنګ تودا څخه تر نوښار سیمې پورې؛ درې برخو کې دبرښنا د مزو د تمدید د تړونونو د اسعارو د نوعیت د تصحېح یادښت باندې هم بحث ترسره کړی شو؛ چې د کمېسیون لخوا منظور کړی شو.
د ملي تدارکاتوکمېسیون په دې ناسته کې د غړیو سربېره، د ملي تدارکاتو ادارې چارواکو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د مالي، بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، سیګار او سیستیکا غوڅ ملاتړ ادارې څارونکو برخه اخستې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل